سیاست

حوا علم نورستانى : دجمهوري رياست انتخابات به په ټاکلې وخت کې ترسره شي .

کابل باختر د چنګاښ  لسمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييسې حوا علم نورستانى نن په يوه خبري غونډه کې  درايې ورکوونکو  دنوم ليکنې دپياوړتيايي بهير پاى بريالى وباله او ويې ويل :  چې په دې بهير کې  کابو دوه سوه پنځوسو زرو تنو نومونه  ليکلي دي .  
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييسې  په دې خبري غونډه کې دغه راز وويل چې درايې ورکوونکو د فهرست  داصلاح او برابرولو لپاره  تيارى نيول شوى دى .او دجمهوري رياست انتخابات به هم  په ټاکلي وخت کې  ترسره شي .
علم نورستانى  ځينې هغه  ننګونې  چې دانتخاباتو دلارې پرسر پرتې دي په ګوټه کړې او ويې ويل  له دغو ټولو  ننګونو سره سره  هڅه کوو  چې دانتخاباتو  له تقويم سره سم  په ټولو ولايتونوکې تخنيکي او عملياتي پروګرامونه  چټک کړو . 
دانتخاباتو  دکميسيون  دمسوولانو دڅرګندونوله مخې ،  دجمهوري رياست دانتخاباتو لپاره درايې ورکوونکو نوم ليکنې پياوړتيايي بهير  دروان کال  دغبرګولي په اتلسمه نيټه  پيل شوى و ، او د چنګاښ دمياشتې  په اتمه نيټه  دشنبې په ورځ  دهېواد په ٣٣ ولايتونوکې  د  ٢٥٠ زرو تنو په  نوم ليکنې سره پاى ته ورسيد .    ختم _  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته