حنفي: سیمه ییز مسوولین د ولسونو د ستونزو د پېژندلو او ننګونو د حل په برخه کې مکلف دي
کابل، د سلواغې ۲۸مه، باختر
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ له امنیه قومندان مولوي حفیظ الله سره په کتنه کې ویلي چې سیمه ییز مسوولین د ولسونو د ستونزو د پېژندلو او ننګونو د حل په برخه کې مکلف دي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلې چې په دې کتنه کې د درزاب ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي حفیظ الله په دغه ولسوالۍ کې د بشپړ امنیت د ټينګښت ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې سیمه ییز مسوولین د خلکو د ستونزو حل او دوی ته د لازیاتې هوساینې لپاره تل نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.
نوموړي دغه راز د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتي چې د دې ولسوالۍ د کانونو د استخراج په برخه کې د هېواد ځوانانو ته د لازیاتو کاري فرصتونو رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ورته مهال د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د درزاب ولسوالۍ د امنیه قومندان او نورو مسوولینو فعالیتونه او کړنې ستایلي او زیاته کړې یې ده چې د امنیت تامین او اجتماعي هوساینه د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي او سیمه ییز مسوولین د ولسونو د ستونزو د پېژندلو او ننګونو د حل په برخه کې مکلف دي.
مولوي حنفي همدارنګه د نوړموړي غوښتنو ته په ځواب کې ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د ولسونو ستونزو ته رسېدنه وکړي.