حنفي: سیمه ییز مسوولین دې خلکو ته د خدماتو، آسانتیاوو برابرولو، امنیت تامین او د ستونزو په حل کې خپلې هڅې نه درېغوي

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د فاریاب له والي داملا شعیب رسالت، د غزني له امنیې قومندان مخدوم محمدعالم رباني، د سرپل له مرستیال والي داملا محمد نادر د فاریاب له امنیې قومندان داملا سراج الدین، د سرپل ولایت د لوا قومندان مفتي محمد مقتصد او د فاریاب ولایت د ګریزیوال ولسوال مولوي حمیدالله دانش سره وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې لومړی هغوی د یادو ولایتونو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت او حکومتولۍ په اړه خبرې وکړې او د خپلو کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه یې د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.

هغوی زیاته کړه، محلي مسوولین خلکو ته د خدمتونو او هوساینې په برابرولو کې خپلې هڅې نه درېغوي او د امنیت په تامین کې هم کوښښ کوي.

هغوی همدارنګه د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه وغوښتل چې په دې ولایتونو کې د سړکونو د بیا رغولو، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو جوړولو او د پراختیایي پروژو تطبیق ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو محلي مسوولینو سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د هغوی فعالیتونه او کړنې وستایلې.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، محلي مسوولین دې خلکو ته د خدماتواواسانتیاوو برابرولو، د امنیت تامین او د ستونزو په حل کې خپلې هڅې نه درېغوي.

نوموړي همدارنګه وویل، د اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام د یادو مواردو په برخه کې اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته