حنفي: اسلامي امارت هڅه کوي روغتیایي سکتور پر منل شویو معیارونو برابر کړي

کابل، د کب ۲۷مه، باختر
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د هېواد له یو شمېر ډاکټرانو او متخصصینو سره وکتل.
په دې کتنه کې یادو ډاکټرانو او متخصصینو په هېواد کې د روغتیایي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د روغتیا او روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي برخې ته یې د اسلامي امارت پر جدي پاملرنې خوښي څرګنده کړه.
دوی زیاته کړه، روغتیایي سکتور په هېواد کې د کیفیت لوړولو او لازیاتې پاملرنې ته اړتیا لري، ترڅو هېوادوالو ته په غوره توګه روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.
دوی همداراز وغوښتل چې ډاکټرانو ته دې د تخصص او ظرفیت لوړولو فرصتونو د رامنځته کولو برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.
ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت ټولو هېوادوالو ته د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د روغتیایي سکتور پر منل شویو معیارونو برابر کړي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د خپل توان مطابق کوښښ کوي چې په روغتیایي سکتور کې ښه والی راشي.