سیاستخبرونهTOPروغتیا

حنفي: اسلامي امارت د پولیو له منځه وړلو په برخه کې هر راز مرستې او همکارۍ ته چمتو دی

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د عامې روغتیا وزارت د سرپرست ډاکټر قلندر عباد په شتون کې د یونیسف له ساحوي مسؤل سنجی ویجسیکیرا او د بیل او ملینډا ګیټس بنیاد رئیس کریس الیاس او مل پلاوي سره وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې کتنې په پیل کې د یونیسف ساحوي مسؤل سنجی ویجسیکیرا په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د یادې موسسې د فعالیتونو د پرمختګ او د مرستو د وېش په برخو کې د اسلامي امارت همکاري وستایله.

نوموړي زیاته کړه، یونیسف په بېلابېلو په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوي.

هغه وویل، چې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه پکې پولیو (فلج) شتون لري، ولې موږ غواړو چې نړۍ په بشپړ ډول له پولیو وژغورو.

نوموړي همدا راز د اسلامي امارت له رهبرۍ وغوښتل چې په دې برخه کې له یونیسف سره هراړخیزه همکاري وکړي.

ورته مهال د بیل او ملینډا ګیټس بنیاد رئیس کریس الیاس څرګنده کړه: موږ د پولیو د له منځه وړلو لپاره ژمن یوو او د افغانستان له اسلامي امارت څخه غواړو چې په یاده برخه کې زموږ سره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: «اوس په افغانستان کې امنیت په بشپړه توګه تامین شوی او دا کار د دې لامل کرځي ترڅو موږ پر دې برنامې کار وکړو، موږ به پر خپلو ټولو امکاناتو او د نورو ټولو بین المللي سازمانونو په همکارۍ د دغې برنامې په تطبیق او د نړۍ په کچه د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې هیڅ راز هڅې دریغ نکړو.»

په همدې حال کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د یونیسف او د بیل او ملینډا ګیټس بنیاد فعالیتونه او همکاري وستایله.

مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د سرتاسري امنیت تامین، د اداري فساد له منځه وړلو، د نشه یي توکو کرکیلې، تولید او قاچاق مخنیوي، په نشه يي توکو د ردوږدو کسانو د راټولولو او د هغوی د درملنې، د سوالګرو راټولولو او اړمنو کسانو ته د معاش تعینولو ته په اشارې وویل: اوسمهال میلیونونه کوچنیان په هېواد کې په ښوونه او روزنه بوخت دي.

نوموړي وویل،چې د افغانستان اسلامي امارت په ټولو برخو په ځانګړي ډول د پولیو له منځه وړلو برخه کې هر راز مرستې او همکارۍ ته چمتو دی او له یونیسف موسسې او د بیل او ملینډا ګیټس بنسټ څخه یې وغوښتل چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم د روغتیایي مرکزونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته