حنفي: اسلامي امارت د هېواد آبادۍ او پرمختګ ته ژمن دی او په دې برخه کې د خلکو همکاري لازمي ده

کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د هېواد آبادۍ او پرمختګ ته ژمن دی او په دې برخه کې د خلکو همکاري لازمي ده.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د شکر درې مرستیال ولسوال قاري عبدالمجید او قوي مشر اختر محمد د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
او د اسلامي امارت په واکمنېدو او په هېواد کې د سرتاسري امنیت په تامین یې خوښي وښوده او هغوی زیاته کړه، ځایي مسوولین خلکو ته د خدمت او هغوی ته د هوساینې رامنځته کولو هڅه او همداراز ورسره نېک چلند کوي.
یادو مشرانو د اسلامي امارت پراختیايي فعالیتونو او له دې امله د خلکو رضایت ته په اشارې د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل، ترڅو د ښوونې او روزنې، د کرنیزې پراختیا او په دې ولسوالۍ کې د لویو لارو او پلچکونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
ورته مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د امنیت تامین او د خلکو د ستونزو لمنځه وړو لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د وړاندیزونو په تړاو وویل، اسلامي امارت به د شته امکاناتو په چوکاټ کې یادو مواردو ته رسېدنه وکړي.