حنفي: اسلامي امارت خلکو ته د خدماتو برابرول خپله دنده بولي

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له جهادي شخصیت قاري عبدالباقي او نورو سره وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې قاري عبدالباقي د هېواد د ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او ویي ویل، چې په مرکز او ولایتونو کې د امنیت د تامین او د خلکو د هوساینې لپاره د اسلامي امارت د مسوولینو کوښښونه د ستاینې وړ دي.

‏نوموړي د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل چې پراختیایي چارو ته پاملرنه وکړي.

ورته مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت خلکو ته د خدماتو برابرول خپله دنده بولي، په دې او نورو بېلابېلو برخو کې خپلې هلې ځلې نه درېغوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته