کابل باختر د تلي څوارلسمه :
حميدالله قادري دجمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتوکې دخپلواک کانديد
په توګه نوم وليکه .
دباختراژانس دخبر له مخې : حميد الله قادري محمدعارف برکي دخپل لومړي مرستيال او حميرا حقمل د دويمې مرستيالې په توګه معرفي کړي دي .
حميدالله قادري يوه موده يې دترانسپورت او دهوايي چلند دوزير په توګه کار کړى دى .
قادري دجمهوري رياست دريم کانديد دى چې دنوم ليکنې په وروستي ورځ په انتخاباتي مبارزو کې شامل شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ