خبرونهنړۍ

حماس: ډله ییز برید کې ۱۵ اسرایلي پوځيان وژل شوي

نړۍ، د غوايي ۳۰مه، بهرنۍ رسنۍ

د حماس غورځنګ نظامي شاخې (کتائب القسام) پرون ناوخته بیا خبر ورکړی، چې په یو برید کې یې ۱۵ اسرایلي پوځيان وژلي دي.

دوی زیاته کړې، چې دغه پوځيان د غزې په ختیځ کې په یو کور کې پټ وو.

صهیونست پوځ تر دا مهاله په روانه جګړه کې د خپلو ۶۳۰ سرتېرو وژل کېدل منلي دي، خو د حماس غورځنګ یو ویاند ابوعبیده د جمعې په ورځ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي وه، چې په وروستیو لسو ورخو کې یې ۱۰۰ عرادې د اسرایلي پوځيانو موتر په نښه او له منځه وړي دي، نو دغه ډول بریدونو ته په کتو ښایي دغې جګړه کې د صهیونست پوځ مرګ ژوبله زرګونو ته ورسیږي.

خو د اسرایلو صهیونست پوځ نن یکشنبې خبر ورکړی، چې دوه پوځيان یې د غزې په سویل کې له فلسطیني جهادي ډلو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

پوځ زیاته کړې، چې دغو بربدونو کې درې نور عسکر یې سخت ټپیان هم دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته