خبرونهنړۍ

حماس د فلسطیني مجاهدینو د لیکو د پیاوړي کېدو غوښتنه کړې

نړۍ، د وږي ۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

د فلسطین حماس غورځنګ نن سه شنبې سهار وختي په لوېدیځه غاړه او نورو اشغالي سیمو کې له مېشتو فلسطینیانو څخه غوښتي، چې له صهیونستي رژیم سره د مبارزې لپاره راټول شي.

حماس دغه غوښتنه قاهره کې د اوربند د خبرو تر بې پایله کېدو وروسته کړې.

یاد غورځنګ د خبرو د ناکامېدو پړه پرامریکا او اسرایلو اچولې او یو سلاکار یې ویلي، چې د قاهرې د خبرو د ناکامېدو لوی لامل نتانیاهو دی او نه غواړي، اوربند ټینګ شي.

ورته وخت کې سپینې ماڼۍ ویلي، چې قاهره کې د خبرو د دوام هڅه کوي او د حزب الله ډلې بریدونه به پر دغو خبرو سیوری وه نه غوړوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته