خبرونهنړۍ

حماس: د تېرې یوې نیمې میاشتې هوایي بریدونو کې ۵۰ اسرایلي اسیران وژل شوي دي

نړۍ، د لېندۍ ۵مه، بهرنۍ رسنۍ

په داسې حال کې چې د فلسطیني او اسرایلي اسیرانو تبادله روانه ده، حماس غورځنګ وایي د اسرایلو له لوري د تېرې یوې نیمې میاشتې هوایي بریدونو په لړ کې ۵۰ اسیران چې د دوی په بندخونو کې یې شپې او ورځې تېرولې، وژل شوي دي.

حماس غورځنګ دغه خبر په داسې مهال ورکړی، چې موده وړاندې اسرایلي ځواکونو الشفا روغتون سره نږدې د خپلو دوه اسیرانو جسدونه موندلي وو.

غزه کې د روان اوربند په اړه یو څو نورې مهمې کرښې:

« د راپورونو له مخې اسرایلي ځواکونه په اشغالي سیمو کې نور فلسطیني وګړي اسیر نیسي.

« اسرایلي ځواکونو په لویدیځه څنډه اشغالي سیمو کې په ډزو سره شپږ فلسطینیان وژلي دي.

« د ټایلند د بهرنیو چارو وزارت وایي، تر دا مهاله د دغه هېواد ۱۴ وګړي خوشې شوي دي.

« ټایلنډي چارواکي زیاتوي، چې اوس مهال ۱۸ نور هېوادوال یې د حماس په زندان کې دي.

« د حماس او اسرایلو ترمنځ د زندانیانو تبادله د نړیوالې سرې میاشتې له لوري ترسره کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته