خبرونهنړۍ

حماس د اوربند په هوکړه کې سمون غواړي

نړۍ، د غبرګولي ۲۳ مه، بهرنۍ رسنۍ
وروسته ترهغې چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند په اړه د امریکا متحده ایالاتو له لوري وړاندې شوې طرحه تایید شوه، حماس غورځنګ او د فلسطین اسلامي جهاد ډلې یې هرکلی وکړ او نن یې د مثبت ځواب ورکولو ترڅنګ په دغې طرحه کې د اوربند د ټینګښت د نېټې د معلومولو ترڅنګ د یو لړ نورو اصلاحاتو غوښتونکي شوي دي.
د حماس او جهاد اسلامي د مثبت ځواب ورکولو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دوحې ته رسېدلی او ښایي د دغې طرحې د اجرایي کولو لپاره له قطري چارواکو سره خبرې وکړي.
دغې طرحه کې د اوربند ټینګښت، د اسیرانو ازادي او تبادله، له غزې څخه د اسرایلي پوځيانو وتل او یو لړ نور موارد شامل دي، چې د اسرایلو د علاقې وړ نه دي.
اسرایلو په لومړیو کې ویلي وه، چې حماس غورځنګ به په بشپړ ډول له منځه وړي، خپل اسیران به راخوشې کوي او د غزې پوځي چارې به په لاس کې اخلي، هغه هیله چې لا پوره شوې نه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته