حقیق: اوس د ولسي جرګې وار دی
کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
دهیواد ملي شورا تل ټینګار درلود چې کابینه باید ډير ژر معرفي شي او په ځینو وختونو کې یې ضرب الأجل هم څو ځلې وټاکه، د دوی لومړۍ غوښتنه دا وه چې پخواني سرپرست وزیران باید لرې شي او ترټاکلې مودې اضافه د دوی کار نور قانوني نه دي، هغه وو چې ښاغلي جمهور رییس سرپرست وزیران لرې کړل او پرځای یې معینان د یوه حکم په ترڅ کې د وزارتونو سرپرستان کړل .
له دې نه چې د کابینې په ټاکلو کې ځنډ راغی نو ملي شورا یاد ګامونه اوچت کړل. اوس دا دی جمهور رییس کابینه معرفي کړه او اوس نو هغه د چا خبره ټوپ د ملي شورا په ډګرکې دی، معلوم شي چې دوی څه کوي؟ او په څومره موده کې نويو وزیرانو ته د اعتماد رایه ورکوي؟ ترڅو چې کابینه په خپلو چارو پیل وکړي او کوم انتظار چې خلک یې لري؛ نور پای ته ورسیږي .
د اټکلونو له مخې: ویل کیږي چې په ملي شورا کې به هم وزیرانو ته د رایې ورکولو بهیر وخت ونیسي او که چیرې دا وخت ځنډنی او ډیر شي؛ بیا نو د دولتي چارو ځنډ او کومې ستونزې چې په دې برخه کې رامنځته کيږي؛ مسوولیت یی نیغ په نېغه ولسي جرګې ته راجع کېږي چې خلک انتظار لري نور داسې ونه شي او نوې کابینه ډير ژر خپل کاري بهیر پیل کړي .
خو دا په دې مانا هم نه ده چې ولسي جرګه به بې له غور او دقت څخه وزیرانو ته رایې ورکوي او په دې توګه به خپل کار آسانوي او خپلې ژمنۍ رخصتي به پیلوي.
دا د جرګې مسوولیت دی چې په قانوني توګه به عمل کوي او داسې وزیرانو ته به رایه ورکوي چې وکولای شي د افغانستان خلکو ته ښه خدمت ترسره کړي.
درانه وکیلان باید د وزیرانوپه اړوند لاندې ټکي په پام کې ونیسي:
ـ مخکې ترهرڅه زموږ اسلامي او ملی ګټو ته د هغوی وفاداری.
– د هغوی کاري وړتیا او تخصص .
– د وزیرانو د تحصیلي اسنادو کره والی او وړوالی.
– د ښه پروګرام وړاندې کول.
– اوچته ژمنتیا
ولسي جرګه باید له هرډول سلیقوي ، قومي ، ژبني، حزبي او نورو تعصبونو څخه ډډه وکړي او د وزیرانو په ټاکنه او رایه ورکونه کې هغه معیارونه په پام کې ونیسي چې پورته یې یادونه وشوه.
داسې ګونګوسې هم شته په تېره بیا په اجتماعي رسنیو کې چې یو شمېروکیلانو له یوشمېر نوماند وزیرانو څخه د بډو غوښتنه هم کړې، په دې ډله کې د ماليې وزارت پخوانی نوماند وزیر ښاغلي جیلاني پوپل نوم اخستل کیږي او ویل کیږي هغه له دې کبله له خپلې نوماندې تیر شوی چې یوشمیر وکیلانو له ده څخه دبډو غوښتنه کړې ده؛ نو ځکه له خپلې نوماندی نه تیر شوی.
سره له دې چې دا مستنده خبر نه ده خو هغه چې وایی: ( تا نباشد چیزي مردم نګویند چیزکی). خدای دې وکړي چې دا خبره کوم ډول چې ویل شوې داسې نه وي.
لازمه ده چې ټول وکیلان خپل خدای حاضر وګڼي او خاص د ملي ګټو په خاطر د نوماند وزیرانو په اړه تصمیم ونیسي او په دې اړوند شفافه رایه ورکړي.
دا هم باید وویل شي چې د کابینې په هکله د ټولو اړخونو غوښتنې هم د امکان وړ نه دي داسې نشی کیدای چې په سلوکې سل دې داسې یوه کابینه معرفي شي چې هیڅ ډول مخالف ونه لري. دا طبیعي ده چې مخالفتونه به موجود وي خو دا چې په نسبي توګه څوک وړتیا لري؛ همدا د ولسي جرګې په اصطلاح فلتر دى چې په دې اړوند باید مخلصانه قضاوت وکړي.
له بل لوري دا کابینه داسې هم نه ده چې بدلون پکې را نشي، لومړی خو کیدای شي ولسي جرګه په دې اړوند خپل قضاوت ولري بیا کولای شي په راتلوونکې کې همدا جرګه د هغه وزیر په اړوند چې ښه کار و نه یې کړي؛ د استجواب او اسیتضاح له صلاحیت څخه کار واخلي او په دې اړوند جمهور رییس ته هم لازمه ده څه ډول چې هغه په خپلې وینا کې چې د وزیرانو د معرفي په وخت کې یې وکړه وویل چې زه بايد تاسو ته ځواب ویوونکی واوسم. نولازمه ده چې نوموړي دوزیرانو په اړوند د خلکو د استازو نظر او غوښتنه په پام کې ونیسي او داسې وزیران په کار وګوماري چې وړتیا ولري او که چېرې کوم وزیر د ولسي جرګې له لوري د رد رایه اخلي او یاهم د استیضاح په صورت کې لازمه رایه نه ګټي؛ پرځای یې بل څوک معرفي کړي.
څه ډول چې څرګندېږی؛ اوس هم لا ناوخته شوې، باید د ملي حکومت د کار له پیل نه په لازم وخت کې کابینه معرفي شوې وای او خپل کار یې پیل کړی وای او د شته ستونزو په له منځه وړلوکې یې خپله ونډه اخستې وای ، خو اوس چې دا دی نږدې درې نیمې مېاشتې تیرې شوې لازمه ده چې ولسي جرګه د دغو وزیرانو په اړوند ژر خپله پریکړه وکړي او دې ته زمینه برابره کړي چې حکومتي اداره په ټولو اړخونوکې خپل نورمال بهیر پیل کړي.#