سیاستخبرونهTOP

حقاني: چاته اجازه نه ورکوو چې افغانان په قومي، سمتي او ژبني توپیرونو سره ووېشي

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مختلفو قومونو او ولسونو، دیني عالمانو، مخورو او مشرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې خلیل الرحمن حقاني وویل، چې د اسلامي نظام په ټینګښت سره د افغانانو سر، مال، خاوره او اسلامي او ملي ارزښتونه خوندي شوي او چاته به اجازه ورنکړو، چې دا ملت په قومي، سمتي او ژبني توپیرونو سره ووېشي.

حقاني زیاته کړه چې موږ د راستنېدونکو لپاره د ژوند په هره برخه کې د دوی د لاسنیوي او دوی ته د ښه ژوند برابرولو په پار برنامې په کار اچولې دي.

نوموړي د قومونو او ولسونو ترمنځ په یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې موږ د هېواد د آزادۍ او اسلامي نظام د قیام لپاره په ګډه مبارزه کړې او اوس یې ساتنه هم زموږ د ټولو ګډه وجیبه ده.

ورته مهال د ننګرهار ولایت قومي مشرانو په یوه خوله د راستنېدونکو په برخه کې د اسلامي امارت ښه مدیریت او کړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې په ورین تندي به د خپلو راستنېدونکو وروڼو کوربه توب کوي او په هره برخه کې چې د دوی توان وي لاسنیوی به یې کو.

په ناسته کې یادو مشرانو خپلې ستونزې هم شریکې شوې چې د خلیل الرحمن حقاني یې د حل ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته