کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٣
دوه تنه نور د جمهوري رياست دڅوکۍ په کانديدانو کې زيات شول.
دباخترآژانس خبريال نثاراحمد نوير دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له مقر څخه خبر ورکړ حشمن غني احمدزي او قطب الدين هلال نن دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ته ورغلل او دجمهوري رياست په راتلوونکو انتخاباتو کې يې نومونه وليکل.
حميدالله برومند دحشمت غني احمدزي دمرستيال په توګه او انجينر محمدعابدنظر ددويم مرستيال په توګه معرفي شوي دي ، قطب الدين هلال ، عنايت الله عنايت او ډاکتر علي نبي زاده يې دخپلو مرستيالانو په توګه معرفي کړل .
له دغو ددوو تنو څخه مخکې بـسم الله شير ، ډاکتر عبدالله ، فضل الکريم نجمي او استاد عبدالرب رسول سياف دجمهوري رياست دکاندانو په توګه نومونه ليکلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ