حشمت الله شهیدي د کرکټ د ملي ټیم لوبډلمشر شو

کابل / د غبرګولي ۱۱ / باختر
د افغانستان کرکټ بورد په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې حشمت الله شهیدي د هېواد د کرکټ د ملي ټیم د لوبډلمشراصغرافغان پرځای په یو ورځنۍ او تست لوبوکې ټاکل شوی دی.
اعلامیه زیاتوي چې اصغرافغان له هغې وروسته ګوښه کړی شو چې له زیمبابوي سره د تست لوبې په اړه له تحقیق وروسته په دې پوه شوچې د ده یوشمېرپرېکړې د دې سبب شوې چې د هېواد ملي ټيم ماتې وخوري.
د هېواد ملي ټیم د سږکال د مارچ په میاشت کې د زیمبابوي له ټيم سره ۲ لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې د ١٠ویکتونوپه توپيرسره زیمبابوې ټيم ته وبایله .
د بورد په اعلامیه کې دغه راز راغلي دي چې رحمت شاه زرمتي د حشمت الله شهیدي د مرستیال شواو راشد خان هم د شل آوریزو لوبو د لوبډلمشرشو.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته