کابل باختر د وږي د مياشتې٦ نېټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ نن په يوه غونډه کې د دغه وزارت د اجرايي بهيرونو د ساده کولو په اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کميسيون د ټيم د کارونو رپوټ واوريد.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين فاضل سانچارکي هم حاضر و، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کاري ټيم چې له يوه کال څخه را په دې خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له موظف ټيم سره په ګډه د دغه وزارت د اجرايي بهيرونو د ساده کولو په برخه، په تېره بيا په نشراتي او فرهنګي برخوکې کار کړى دى، معلومات وړاندې کړل.
دوى څرګنده کړه چې د دوى د کارونو له جملي څخه یو هم د نشراتي برخو د فعاليت د جواز د ويشلو بهير دى چې له ٦٥ قدمو څخه ١٢ قدمو ته ساده شوى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د دغه وزارت د اجرايي بهيرونو د ساده کولو په برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کميسيون د ټيم د کارونوله امله مننه وکړه او د دغه کميسيون له نورو همکاريو څخه چې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ترسره شوي دي، هم قدرداني وکړه . پاى ج ذ
3 1 دقیقه لوستل