فرهنګ

حسينې صافۍ دهېواد دلرغونو آثارو ساتنه اوترميمول داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يو لومړيتوب وباله .

کابل باختر د چنګاښ  درې ويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې  او نوماند وزيرې حسينې  صافۍ  نن داسپانيا هېواد په بارلسونا پوهنتون کې دآثارو  د ترميمولو له متخصصې  ميرمن مونيکا لوپيز پرات سره  په کتنه کې  دهېواد دلرغونو آثارو ساتنه او ترميمول  ددې وزارت يو لومړيتوب وباله .
دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې،  په دې کتنه کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دلرغونپوهنې رييس نور اغا نوري هم برخه لرله ، ميرمن مونيکا  دلرغونو اثارو  دترميمولو او دلرغونپوهنې رياست کارکوونکو او دپوهنتونونو  دلرغونپوهنې  دپوهنځيو محصلانو ته دروزنيزو پروګرامونو دجوړولو په برخه کې  خپله همکاري څرګنده کړه او ويې ويل چې په دې برخه کې  ليواله ده چې په ډيرلنډ ممکن وخت کې  دلرغونپوهنې له رياست سره دهمکارى تفاهم ليک لاسليک کړي .
دغه راز دې زياته کړه  په دې اړوند چې څه ډول  لرغونې آثارو ترميم او وساتل شي ،  هم دلرغونپوهنې  رياست په همکارى به يو څيړنيز پروګرام پيل کړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  دلرغونو اثارو ساتنه او ترميمول ددې وزارت يو لومړيتوب  وباله او ويې ويل  موږ غواړو چې دلرغونو اثارو دساتنې په برخه کې داسپانوي  متخصصينو  له تجربو څخه چې داثارو دساتنې او ترميمولو په برخه کې  زياتې تجربې  لري ګټه واخلو .
  دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  دميرمن مونيکا د همکارى له امله دمننې په ترڅ کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ ددغو همکاريو دپراختيا غوښتنه وکړه .
   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته