حسينې ساپۍ په کابل کې د يو خبريال په ټپي کېدو خواشيني څرګنده کړه
کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۱۲ مه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د کابل په نننۍ چاودنه کې د «پيشګو رسنۍ» د مسوول جاويد کارګر په ټپي کېدو خواشيني څرګنده کړه. د «پيشګو رسنۍ» مسوول جاويد کارګر چې نن سهار د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو په بس موټرکې د چاودنې له پېښې څخه د خبر د برابرولو په خاطر د پېښې سيمې ته روان و؛ په دويمه چاودنه کې چې د سيلو سړک په ګلدان کې رامنځته شوه؛ ټپي شو. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته د کارګر د ټپي کېدو له امله خواشينۍ ده او د هېواد په اوسنيو شرايطو کې د اطلاع رسونې په لاره کې يې د خبريالانو فعاليتونه وستايل. حسينې ساپۍ جاويد کارګر او د کابل د نننۍ ډار اچوونکې پېښې نورو ټپيانو ته د الله (ج) له دربار څخه د سملاسي روغتيا هيله وکړه. پاى ج ذ