اقتصاد

حسينې ساپۍ د عوايدو د زياتوالي په لاره کې، د اغېزمن سيستم پر جوړولو ټينګار وګړ

کابل/ باختر/دغبرګولي دمياشتې٢٢مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ، نن د عوايدو د زياتوالي او د نويو سرچينو د موندلو په باب د هېواد د کابينې او د اقتصادي عالي شورا د مصوبو د تطبيق په خاطر د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې غونډه کې چې د ماليې وزارت د عوايد او ګمرکاتو معين عبدالله رقيبي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بودجې او ګرځندوى سلاکار سيد رضاحسين ميثم، د دغه وزارت مالي او اداري رئيس لياقت علي افضلي او دغه راز د ماليې وزارت د غيرمالياتي عوايدو رئيس خليق الله او د دغه وزارت سلاکار ميوند درمانګرهم حاضر وو؛ د عوايدو د نويو فرصتونو او سرچينو د موندلو او د عوايدو د بې ځايه لګښتونو د مخنيوي په باب خبرې اترې وشوې.
په غونډه کې ټينګار وشو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت عايداتي ټيم، د دغه وزارت د عوايدو د زياتوالي، د سرچينو او فرصتونو او د لازم ملاتړ په باب کار وکړي او نتيجې يې له ماليې وزارت سره شريکې کړي.
حسينې ساپۍ د عوايدو د زياتوالي په خاطر د اغېزمن سيستم پر جوړولو ټينګار وکړ  او په دې لاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره يې د ماليې وزارت  همکارۍ ارزښتناکې وبللې.
دغه راز د ماليې وزارت معين، د سيستم جوړولو په لاره کې د دغه وزارت لازم ملاتړ او همکارۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ته څرګندې کړې.
پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته