حسيني دجمهوري رياست ددويم معاونيت ددفتر درييس په توګه وټاکل شو .
کابل باختر دوږې اوومه :
دجمهوري رياست له حکم سره سم امير حسين حسيني نن دجمهوري رياست ددويم مرستيال قانونپوه سروردانش ددفتر درييس په توګه وټاکل شو .
جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، حسيني لوړې زده کړې ، سياسي پوهه ، او لازم مديريتي ظرفيت او ځواکمني او څه دپاسه لس کلنه کاري تجربه لري .
ده څوکاله دجمهوري رياست ددويم معاونيت ددستيار په توګه او وروسته په مافوق رتبه بست کې دجمهوري رياست ددويم معاونيت ددفتر دسرپرست په توګه دندې ترسره کړې دي .
حسيني دماستري دوره ( عمومي حقوق ، دواحد کابل په ازاد پوهنتون کې او د نړيوالې ديپلوماسي او ستراتيژي دماستري دوره يې دلندن داقتصاد اوسياسي علومو په پوهنځي کې تيره کړې ده .