فرهنګ

حسينه صافۍ : په انتخاباتو کې په ګډون سره خپله ملي وجيبه اداکړئ .

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت سرپرستې  حسينې صافۍ  نن سهار دسردار محمد داود شهيد ليسې دراي ورکونې  په مرکز کې خپل نظر وړ  نوماند ته راي ورکړه .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې دراي ورکونې په  ځايونو او مرکزونو کې دخلکو پراخ شتون دښمن ډارن کړى دى له دې امله هېوادوال  دې بايد له خپل دغه اساسي حق څخه ګټه واخلي او خپله رايه نظر وړ کانديد ته وکاروي  او په دې بهير کې په فعال ګډون سره دې خپله ملي وجيبه اداکړي .
صافۍ  دغه راز له فرهنګيانو ،ښځو او ځوانانوڅخه وغوښتل چې په ډاډ سره دې دغه ملي بهير کې کارنده ونډه واخلي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته