فرهنګ

حسينه صافی: د نړيوالو موسسو فرهنګي فعاليتونه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږۍ ترسره شي

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې او نوماند وزيرې حسينه صافي په مشرۍ نن د فرهنګي نړيوالو بنسټونو د مشورتي او همغږۍ بورد غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه غونډه د هغو نړيوالو بنسټونو د استازو او مسوولينو په ګډون چې د فرهنګ په برخه کې فعاليت کوي، جوړه شوه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د دغو موسسو ترمنځ په فرهنګي چاروکې د همغږۍ او همکارۍ په باب خبرې وشوې.
د دغې غونډې په بهيرکې د دغو بنسټونو مسوولينو او استازو په افغانستان کې په بېلابېلو فرهنګي چاروکې د خپلو فعاليتونو په باب معلومات ورکړل او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت او د دغو موسسو ترمنځ د خپلو فعاليتونو د همغږۍ په خاطر د خپلو همکاريو ډاډ ورکړ.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې د دغې غونډې د جوړولو هدف دا دی چې د نړيوالو موسسو فرهنګي فعاليتونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د دغو بنسټونو په همکارۍ او همغږۍ په ښه ډول ترسره شي او د کارونو معلومات شريک شي.
دغه راز  په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د دغه بورد تخنيکي ډله، د دغه بورد هدفونه، طرزالعمل او کاري لاره مشخصه او په راتلوونکي غونډه کې د خپلو اجرااتو معلومات وړاندې کړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته