فرهنګ

حسينه صافی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د رسنيو يو ښه همکار وي

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت سرپرستې  او نوماند وزيرې حسينې صافي نن د خبريالانو د فدراسيون له هيئت سره په کتنه کې د هغوى پيشنهادونه او غوښتنې واوريدې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: 
په دې غونډه کې  د خبريالانو  د فدراسيون  د رهبري هيئت يوشمېرغړو، د دې ترڅنګ  چې د خپلو بنسټونو د فعاليتونو او کارونو په باب معلومات ورکړل، څرګنده کړه چې د حکومت  او فدراسيون ترمنځ  ښې اړيکې، ا عتماد او دوه اړخيزه  همکاري  شتون لري.
دوى په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ  له وزارت سره خپله همکاري  او ملاتړ څرګند کړ، خپل پيشهادونه او غوښتنې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې، ويې ويل:  که چېرې دغه  وزارت د خبريالانو او د رسانه يي ټولنې د ملاتړ په لاره کې کار وکړي،خبريالان او د رسنيو کارکوونکي په خپل څنګ کې ولري.
دغه راز دوی د ښځينه ژورناليستانو پرمخ د پراته ستونزو او د هېواد په رسنيوکې د هغوی د کم رنګه  شتون په باب خبرې وکړې او د رسنيو د وضعيت په باب يې معلومات ورکړل.
دغه راز دوی د هېواد د رسنيو او د بيان د آزادۍ د ودې په لاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همکاري، پاملرنه او ملاتړ يو مهم ګام وباله .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې د دې ترڅنګ چې د دوى نظريې او پيشنهادونه ارزښتناک وبلل، څرګنده کړه چې د رسنيو د ښه همکار او ملاتړ  کوونکي په توګه به کار وکړي او پروګرامونه به د هغوی د نظريو په پام کې نيولو سره تنظيم شي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته