کابل / باختر/ د سلواغې د مياشتې ١٧مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د کابل ښاروالۍ له سرپرست احمد شعيب رحيم سره وکتل.
د باختر آژانس د خبریال د خبرله مخې:
په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي خدمتونو رييس سيد مصطفی سعيدي هم حاضر و؛ د کابل ښاروالۍ سرپرست د هغه تحقيق په باب چې د کابل د تاريخي آبداتو او اماکنو په باب د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو د سلاکار پوهاند عزيز احمد پنجشيري په هلوځلو سره د يو کميسيون له خوا ترسره شوى دى، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ته معلومات ورکړل.
ده وويل چې په دغه تحقيق کې د کابل د تاريخي آبدو او اماکنو په باب معلومات شامل دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره له سلامشورو او همغږۍ وروسته به د «د کابل تاريخي آبداتو او اماکنو » ترعنوان لاندې چاپ شي.
دغه راز په دې کتنه کې د نوروز لرغوني جشن د لا ښه ترسره کولو په لاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او کابل ښاروالۍ د ګډو پروګرامونو په باب هم خبرې اترې وشوې .
حسينې ساپۍ کابل ښاروالۍ، په بېلابېلو برخو په تېره بيا د فرهنګي پروګرامونو د ترسره کولو په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ښه همکار وباله او د دغه تحقيق د چاپ په برخه کې يې هم د دغه وزارت همکاري څرګنده کړه.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل