کابل/ د ليندۍ ١٦مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د جاګارتا د شريف هدايت اسلامي پوهنتون له رييس پروفيسر اماني لوبس سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر علمي او فرهنګي راکړې ورکړې ټينګار وکړ.
په کتنه کې د اسلامي پوهنتون رييس د ځوانانو روزنه مهمه موضوع وبلله او زياته يې کړه: موږ بايد د اسلام د مقدس دين سم تعريف ولرو. هغه د ټولنې پراختيا او سراسري سوله د ځوانانو په پوهاوى او د هغوى د علمي ظرفيتونو په لوړولو پورې تړلې وبلله.
د اسلامي پوهنتون رييس په اسلامي ټولنوکې په سياست او حکومتوالۍ کې د تجدد په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه: له دې لارې کولاى شو خپلو ځوانانو ته اسلام ښه تعريف کړو. هغه همدارنګه زياته کړه چې په دغه پوهنتون کې ١٥ افغان محصلين زده کړې کوي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په خپلو خبروکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اسلامي فرهنګ يادونه وکړه او زياته يې کړه چې ځوانان بايد پر اسلامي ارزښتونو خبر کړو او د ټولنې پر دغه قشر پانګونه وکړو چې د ځوانانو په ذهنونوکې د اسلام مبين دين سم تعريف پياوړى شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې اسلام د سولې، پيوستون، صبر او زغم دين تعريف کړ او د ځوانانو د زده کړې پر پانکونې يې ټينګار وکړ.
هغې همدارنګه د اندونيزيا په پوهنتونونوکې په بېلابېلو برخوکې د زده کړې د زمينو د برابرولو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د زده کړې په برخه کې ځوانانو ته د هيلې ورکول له هغوى سره مرسته کوي چې خپلو موخو ته ورسېږي او بايد د ځوانانو اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزې ستونزې وڅېړلې شي.
حسينې ساپۍ دغه راز د دواړو هېوادونو د ځوانانو او محصلانو ترمنځ پر فرهنګي راکړې ورکړې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې د تفاهم ليک په لاسليک سره کولاى شو د تحصيلي بورسونو له لارې ځوانانو ته تحصيلې زمينې برابرې کړو.
پاېجذ
0 1 دقیقه لوستل