حسينه ساپۍ: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوه مهمه دنده د هېواد تاريخي آثارو او فرهنګي ميراثونو ته پاملرنه ده

کابل/ باختر/ د چنګاښ لومړۍ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د دايکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس سره په کتنه کې د دغه ولايت د ستونزو او فرهنګي حالت په باب خبرې وکړې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په کتنه کې د دايکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد حسين سيرت، د دغه ولايت يوشمېر ځوانان او د مدني ټولنې او فرهنګي بنسټونو مسوولين هم حاضر وو او د دغه ولايت په فرهنګي برخوکې يې خپلې يو لړ غوښتنې او ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې.
دوى د دايکنډي د فرهنګي حالت په باب معلومات ورکړل او د تاريخي آبداتو د ترميمولو، د فرهنګي مجتمع ودانۍ د جوړولو، له لرغونو ساحو څخه د تاريخي آبداتو د تفکيک لپاره د تحقيق او د دايکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې د ٣٠ سلنې پربنسټ د ښځو د استخدام او ځوانانو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
حسينې ساپۍ د دايکنډي د فرهنګي برخو د ستونزو او د هغوى د غوښتنو له اورېدو وروسته، د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميمولو په لاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پروګرامونو په باب معلومات ورکړل او زياته يې کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوه مهمه دنده د هېواد تاريخي آثارو او فرهنګي ميراثونو ته پاملرنه ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې د هغوى ستونزې او غوښتنې به وڅېړي او له امکاناتو سره سم به په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته