کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې نن ديوشمېر ولايتونو داطلاعاتواو فرهنګ له رييسانو سره په يوه غونډه کې دهغوى دکار په چارو کې په رونټيا او حساب ورکولو باندې ټينګار وکړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې په داسې حال کې چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دبشري منابعو ، پلان اوپاليسۍ ، مالي او اداري رييسانوهم ګډون درلود، دفارياب ، بغلان ، پکتيا ، لوګر ، او دميدان وردګو دولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ رييسانو دخپل کار دلارې پرسر پرتې ستونزې او غوښتنې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې .
هغوى دتشکيل ، بودجې او دترانسپورتي وسايطو کمښت ، دګرديز بالاحصار دويجاړيدومخنيوي ته پاملرنه ، په بغلان کې دموزيم او په ميدان وردګو کې دکتابتون جوړول او دغه راز داطلاعاتواوفرهنګ درياستونو دمسوولانو او کارکوونکو لپاره دلوړو زده کړو دفرصتونو او دزده کړييزو پروګرامونو برابرول په خپلو ولايتونوکې له ضروري مواردو څخه وبلل .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې داطلاعاتواوفرهنګ درياستونو کړه وړه وستايل او ولايتونو ته يې ددغه وزارت دپاملرنې ډاډ ورکړ . او زياته يې کړه چې دامکان په پوله کې به دهغوى غوښتنو اوستونزو ته پاملرنه وشي .
دغه راز حسينې ساپۍ ټينګار وکړ چې داطلاعاتواوفرهنګ رييسان دخپل کار په چارو کې بايد صداقت ، رونټيا او حساب ورکولو ته زياته پاملرنه وکړي .
ختم_ ف _ اکرم