نړۍ، د وږي ۲۳ مه، بهرنۍ رسنۍ
د صهیونستي رژیم ۱۲ شبکې اسرایلو ته د امریکا له لوري ورکړل شوی هغه خبرداری افشا کړی، چې په کې ویل شوي، د لبنان حزب الله ډلې سره جګړه به اسرایلو ته ډېره ګرانه تمامه شي.
یادې شبکې ویلي، چې امریکا له همدې امله غزه کې د اوربند د ټینګښت هڅې ګړندۍ کړې دي.
ورته وخت کې د بریک په نوم یو جګپوړي اسرایلي جنرال د حزب الله، حماس او اسرایلو پوځي پرتلې ته په اشارې ویلي، چې حزب الله کولی شي، تل ابیب له منځه یوسي.
د لبنان حزب الله ډلې غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې پر اسرایلو شاوخوا ۸ زره توغندي توغولي او د صهیونستي پوځ مرکزونه او نور مهم اهداف یې په نښه کړي دي.
دغې ډلې ویلي، چې دغه بریدونه له فلسطینیانو د ملاتړ په هدف ترسره کوي.