خبرونهنړۍ

حزب الله څخه ملاتړ؛ اکثریت اسرایلیان نورو هېوادونو ته تښتي

نړۍ، د چنګاښ ۱۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

وروستیو کې د لبنان حزب الله ډلې او صهیونستي رژیم ترمنځ ناندرۍ د پام وړ زیاتې شوي او نن یکشنبې سهار هم اسرایلي جېټ جنګي الوتکو د لبنان پر فضا الوتنې کړې دي.

تازه امریکایي دفاع وزیر له خپل صهیونست سیال سره د کتنې پر مهال ویلي، چې د اسرایلو او حزب الله ترمنځ جګړه کولی شي په اسانۍ سره په سیمه ییزې خطرناکې جګړې بدله شي.

سیمه کې لا له وړاندې څو جهادي ډلو له حزب الله سره خپل ملاتړ اعلان کړی او دغه راز رسنیو په دغې جګړه کې د امریکا، لوېدیځو نورو هېوادونو او ایران د ښکېلېدو احتمال هم کړی دی.

د دواړو لوریو ترمنځ ناندریو غزه کې له فلسطیني مجاهدینو څخه د حزب الله تر ملاتړ وروسته زور واخیسته.

د رسنیو د راپورونو له مخې تر دا مهاله زرګونو اسرایلیانو له حزب الله سره د جګړې له وېرې اسرایل پرېښي او کاناډا او ځینو نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته