سیاستخبرونهټولنه

حجاب د اسلامي امارت نه، بلکې الهی حکم دی

کابل/ غوايي ۱۷مه/ باختر

حجاب د اسلامي امارت نه، بلکې الهی حکم او دیني وجیبه ده.

دغه څرګندونې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اوریدو وزارت سرپرست وزیر محمد خالد حنفي نن په هغه غونډه کې وکړې چې د حجاب په اړه د چمتو شوې طرحې په موخه جوړه شوې وه.

حنفي همدا رنګه وويل: د حجاب په تړاوو چمتو شوې طرحه چې د امیر المومنین له لورې تایید شوې ده، له دې وروسته د تطبیق وړ ده او هیچا به ترې د سرغړونې اجازه ور نه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې ۹۹ سلنه افغان میرمنې باحجابه دي او په وینا يې هغه میرمنې چې له هېواده بهر د پردیو هېوادونو په لمسون د حجاب پر ضد تبلیغات کوي، په هیڅ صورت سره د افغان میرمنو استازیتوب نه شي کولای.

د امربالمعروف سرپرست وزیر له رسنیو څخه هم ګیله وکړه، چې ګواکې د اسلامي احکامو په عملي کولو کې له حکومت سره سمه همکاري نه کوي.

نوموړي وویل چې وزارت يې د فساد، رشوت، بې حیایۍ او اخلاقي جرمونو په مخنیوي کې مهم رول لري او رسنۍ باید ورسره په دې برخه کې پوره همکاري وکړي.

په همدې حال د غونډې یو شمیر ګډونوالو هم حجاب یو اسلامي ارزښت او د ښځو زینت وباله.

د غونډې ګډونوالو همدا رنګه وویل چې اسلامي امارت دې نړیوالو فشارونو ته نه تسلیميږي او د اسلامي احکامو پلي کولو لپاره دې ټاکل شوې موخې چې د ډیری افغانانو غوښتنه هم ده، تعقیب کړي.

د یادولو وړ ده چې د حکومت له لورې د حجاب په هکله د چمتو شوې طرحې له مخې د ماشومانو او ډیر عمر لرونکو میرمنو پرته نورې ټولې ښځې د اسلامي حجاب په کولو باندې مکلفې شوې دي.

عبدالمتین افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته