خبرونهنړۍ

حج؛ د سږ کال عرفاتو خطبه به د نړۍ یو میلیارد نفرو ته ورسیږي

نړۍ، د غبرګولي ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د سعودي خبري اژانس نن یکشنبې خبر ورکړی، چې د سږ کال د عرفاتو د مراسمو خطبه به په شلو بېلابېلو ژبو د ټولیزو او ټولنیزو رسنیو له لارې د نړۍ یو میلیارد خلکو ته ورسیږي.

د مسجدالحرام او نبوي مسجد عمومي مشر شیخ عبدالرحمن السدیس ویلي، چې دغه پروژه د اسلام مبارک دین په رڼا کې نړۍ ته د اعتدال او سولې د پیغام د لېږلو په دوام پلې کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د بیت الله شریف او مسجد نبوي ژوندۍ خپرونې په نړۍ کې لومړۍ او یواځېنۍ خپرونې دي، چې په ۲۴ ساعته ډول فعالې دي او هره ورځ او شپه یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میلیونونه کسان ګوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته