امنیت

حبيب استالف چې په وژلو اوانسان تښتونو تورن دى ونيول شو

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٧
دکابل ولايت امنيه قوماندان په داسېي حال کې چې   ديومتکرر مجرم دنيولو خبر ورکوي له عدلي اوقضايي مرکزونو اورسنيو څخه يې وغوښتل چې دده د محاکمې  بهير په جدي توګه  تعقيب کړي
دباخترآژانس دخبر له مخې :  دکابل امنيه قوماندان جنرال ظاهر چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه ،  وزيرګل چې په حبيب استالف مشهور دى  اودخالد په نا مه هم پيژندل کيږي يو متکرر او مشهور جنايتکاردى چې په دې وروستيو وختو کې دپوليسو له خوا ونيول شو .
جنرال ظاهر زياته کړه چې حبيب استالف دپوليسو دلسمې امنيتي حوزې په ساحه کې دحاجي فاروق صراف دتښتولو او وژلو د تيل پلورونکي حاجي هاشم  وردګ په تښتولو او وژلو دپوليسو ديو سرتيري دوژلواو له نوي ښارڅخه د دري مليونوډالرو په غلا دهوايي ډګر په سړک کې دعصمت صراف د وژنې  او  وسله والي غلا دڅلورمې  حوزې په سا حه کې دکورنيو چارو وزارت د قراردادي حاجي ناصر په تښتولو او وژلو ، دجمال مينې په ساحه کې ديو تن په وژلو ،له دريمې کارتې څخه د محمدنسيم په تښتولو دچشمې دوغ له ساحې څخه ديوتن په تښتولواودهغه د خوشي کولو په بدل کې دسلو زرو امريکا يي ډالرو ترلاسه کول د غوربند په لويه لاره کې دکابل بانک دپنځوتنو ساتونکو په وژلو اودکابل بانک دانتقالي پيسو په غلا دڅلورمې حوزې له ساحې څخه د دولس زره لکو پخوانۍ افغانۍ پيسو  ددوه کروزين ډوله واسطو په غلا ، دکابل ښار په څلورمه ناحيه کې د ډاکترموسي وردګ دکور په وسله واله  غلا د څلورمې حوزې له مربو طاتو څخه د پيسو اويو کرولا موټر  په غلا دکابل ولايت د امنيه قومانداني له نشه يي توکو سره د مبارزې دمديريت په پخواني مرستيال سمونوال نصير احمد وسله وال بريد ،په فاضل بيګ کې د دريو کورونو په غلا دپنځمې حوزې په مربو طاتو کې دجمال الدين د کور په غلا
دمريمې  په ليسه کې داوو کيلو ګرامو  زيوراتو په غلا او دحامد زرګر
په ټپي کولو ،ديوولسمې حوزې په مربوطاتو کې دخانګل دکور په غلا، دملي امنيت د دوو تنو کارکوونکو په وژلو ديوټکسي موټر چلوونکي دتښتولو او وژلو او په قره باغ ولسوالۍ کې په يوه څاه کې د هغه د مړي په اچولو کې لاس لري .
دکابل امنيه قوماندان وويل : چې حبيب الله استالف  پخوا د همدې قضيې په تور ونيول شو او په اتلس کاله بند محکوم شو خودبند په بهيرکې له توقيف خاني څخه وتښتيد .
جنرال ظاهر زياته کړه  چې حبيب الله استالف په نورو لسګونو جرمي قضيو هم تورن  دى  چې له لسو کلونو را په دې خوا دامنيتي ځواکونو په تيره بيادکابل د امنيه قومانداني دپوليسو ترتعقيب لاندي وچې د تلې د مياشتې په نهمه نيټه له پخوا څخه د يوسازمان ورکړشوي پلان له مخې  په داسې حال کې چې وسله وال و
او په خپله واسطه کې تښتيده  دپوليسو له واسطي سره  له ټکر  وروسته په خاص تکتيک سره  ونيول شو او دقانون منګولو ته وسپارل  شو.
ددغه سترجنايت کار نيول دهيواد او په تيره بياد کابل ولايت د امنيت د تا مينولو په لاره کې ګټور دى  .
دکابل دپوليسو مشرتابه له ټولو عدلي اوقضايي ادارو څخه غوښتنه کوي چې
دغه شان جنايتکار افراد دې  دهغوي دعملونو په سزا ورسوي
دا په داسې حال کې ده چې دکابل امنيه قومانداني له عدلي اوقضايي مرکزونو څخه غواړي چې هغه د خپلو عملونو په سزا  ورسوي .
په همدې  حال کې دکابل پوليسو دکابل  ښار داوولسمې ناحيې د يو تن اوسيدونکي دنيولو خبر ورکوي چې خپله ميرمن يې وژلې ده تورن خبريالانوته وښودل شو او اعتراف يې و کړ چې خپله  ميرمن يې  له يوې لفظي شخړې وروسته په عمدي ډول  وژليې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته