کابل باختر دزمري څوارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په یوه جومات کې تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوى دى.
پرون د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په دولتزي جومات کې د تروریستانو په واسطه د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د جمعې د لمانځه د اداء کولو په وخت کې د ملا امام په ګډون ۱۹ لمونځ کوونکي ټپیان شول چې د ځینو یې حالت خراب بلل شوی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي دغه تروریستي برید په کلکه وغانده ویې ویل پر جوماتونو او روژه دارو لمونځ کوونکو برید، له اسلام سره ښکاره دښمني ده.
جمهور رئیس وویل چې دغه تروریستي برید وښودله چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو یوازینۍ موخه د بې ګناه خلکو د وینو تویول دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د لوی خدای له دربار څخه ددغې پېښې قربانیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي