حامد کرزی پاکستاني مشرانو ته په خطاب کې: د ترورېزم او افراطیت پر خلاف دې، د قوي ارادې پر مټ جدي او عملي مبارزه تر سره شي

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د پاکستان له جمهور رئیس آصف علی زرداري سره د ټیلیفوني اړیکې په تعقیب، پر ملاله یوسفزۍ باندې د تروریستي برید په اړه د پاکستان سیاسي او مذهبي مشرانو ته د لیکونو په استولو سره له هغوی وغوښتل چې دواړه هېوادونه د ترورېزم او افراطیت پر خلاف د ګډې همکارۍ او قوي ارادې په مټ جدي او عملي مبارزه تر سره کړي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ
په دغو لیکونو کې جمهور رئیس څرګنده کړې چې پر یوې ماشومې نجلۍ دا وړ حمله موږ ته راښیي چې ددې سیمې خلک په تېره د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه، له یو ډېر خطرناک دښمن سره مخامخ دي چې غواړي ددې ولسونو حال او آینده نسلونه د جهالت په تیارو کې وساتي، مکاتب او مدارس یې بند او ددین او دنیا د علومو له تعلیمه یې محروم کړي.
حامد کرزي وویل چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې هم پر ښوونځیو او متعلمینو دا ډول حملې کېږي، له همدې امله د افغانستان خلک پر ملالې د حملې درد او غم ډېر ښه احساسولای شي او پر ملالې باندې حمله د افغانستان پر ټولو نجونو حمله بولي.
په لیک کې راغلي چې ملالې نورې نجونې تعلیم ته تشویقولې او خپله یې هم له زده کړو سره مینه درلوده چې پر نوموړې باندې حمله د اسلام د مقدس دین او فرهنګ پر خلاف یو عمل او د بې همتۍ علامه ده.
حامد کرزي وویل، ددې المناکې واقعې د تقبیح او مذمت لپاره چې ددواړو هېوادونو ولسونو، سیاسي او ملي مشرانو د تألم او تأثر کوم ږغ جګ کړی، دا څرګندوي چې دا یوه ډېره خواشینوونکې او د غور وړ پېښه ده.
جمهور رئیس وویل: نن چې ددې غمجنې پېښې له امله کوم ږغ راپورته شوی دی، باید خاموش نه شي او دواړه خواوې په ګډه همکارۍ، قوي او واقعي اراده له ترورېزم او افراطیت سره مبارزه وکړي، تر څو زموږ بچي له دې ظلمه وژغورل شي.
د افغانستان د جمهور رئیس لخوا نوموړي لیکونه د پاکستان جمهور رئیس ښاغلي آصف علي زرداري، صدراعظم ښاغلي راجا پروېز اشرف، د مسلم لیګ ګوند مشر ښاغلي نواز شریف، د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر ښاغلي قاضي حسین احمد، د تحریک انصاف ګوند مشر ښاغلي عمران خان، د مسلم لیګ ګوند د قائد اعظم څانګې مشر چودري شجاعت حسین، د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر ښاغلي محمود خان اڅکزي، د ملي عوامي ګوند مشر ښاغلي اسفندیار ولي خان، د جمعیت العلماء اسلام د فضل الرحمن ډلې مشر مولانا فضل الرحمن، د جمعیت العلماء اسلام سمیع الحق ډلې مشر مولانا سمیع الحق، د پښتنو ملي مشر محمد افضل خان لالا، د پیپلز ګوند شیرپاو ډلې مشر آفتاب احمدخان شیر پاو، د بلوڅو مشرانو، سردار عطاءالله منګل، میرحاصل خان بزنجو او نوابزاده طلال بګټي او د متحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسین ته لېږل شوي دي.