حامد کرزی: راځئ د نورو د وطنونو پر ځاى په خپل مټ خپل کور، کلى، ښار او ټول هېواد آباد کړو
کابل باختردمرغومى ٢٢ نيټه
"هغه ځوانان چې بهر ته د تللو او د سوکاله ژوند لپاره خپل ځانونه قاچاقبرانو ته سپاري، نه يوازې دا چې په زياترو مواردو کې مقصود منزل ته نه رسيږي، بلکې له بده مرغه د مرګ له خطر سره مخامخ کېږي."
دا مطلب د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي په خپلې پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا کې بيان کړ، ويې ويل: هغه پيسې چې زموږ ځوانان يې د يوه مجهول برخليک لپاره لګوي او نتيجه يې هم متاسفانهډېر ځله ناوړه وي، په همدغو پيسو کولاى شي دلته په خپل کور، وطن او د خپلې کورنۍ په غېږ کې ښه کار او ژوند برابر کړي.
جمهور رئيس دې ته په اشارې سره چې بهرنيو هېوادونو ته له رسېدو سره سم ځوانان د کار خاوندان نه کېږي، وويل: ځوانان په مياشتو او کلونو په کمپونو کې پراته وي، د هغوى ژبه يې نه وي زده او د کار اسناد نلري او آن له کمپونو څخه د باندې بازار ته نه شي تللاى، د هېڅ کار او فعاليت اجازه نلري او له بدمرغيو سره مخامخ وي.
حامد کرزي ځوانان مخاطب کړل، ويې ويل: راځئ د نورو وطنونو پر ځاى په خپلو مټو خپل کور، کلى، ښار او په ټوله کې خپل وطن آباد کړو.
جمهور رئيس ټينګار وکړ چې نورو هېوادونو ته دتګ لپاره ضرورت نشته، هر څه په خپل هېواد کې لرو، څه چې نه يې لرو، هغه کار او کوښښ دى.
حامد کرزي د نړۍ د هېوادونو د پرمختګ ديادولو په ترڅ کې وويل چې د ننيو نسلونو هوسايي د هغوى د پلرونو د خواريو نتيجه ده.
جمهور رئيس څرګنده کړه چې که موږ په هېواد کې په خپل مټ، خپل لاس د خپلو ځوانانو په زور کار او کوښښ وکړو، زموږ راتلونکى نسلونه به ښه او با عزته ژوند ولري، نورو ته به احتياج نه وي او نورو هېوادونو ته به دپيسو او ښه ژوندانه د پيدا کولو لپاره تللو ته ضرورت ونلري.
حامد کرزي په دې باندې په ټينګار سره چې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره د افغانستان خلک بايدتشويش ونلري، وويل: انشاالله دوه کاله وروسته به د بهرنيانو له وتلو سره دا خاوره لا هم ښه شي، لا به هم امن وي، ځکه دا خاوره زموږ ده، خواري مو خپله ده او نتيجه به يې زموږ خپله وي.