حامد کرزی د یوه درې ورځني رسمي سفر په موخه واشنګټن ته روان شو

کابلباختردمرغومى  دمياشتې ١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی نن له غرمې مخکې د یوه جګپوړي دولتي هيئت په مشرۍ، د امریکا د متحده ایالاتو پایتخت واشنګټن ته روان شو.
په هغې اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهورىرياست دمطبوعاتي دفترله لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوى دى
په  دې سفر کې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رئیس بارک اوباما او د هغه هېواد له یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو سره په جلا جلا ډول کتنې او خبرې اترې وکړي.
په دغو کتنو او خبرو کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسؤولیتونو پهليږدونې پورې اړوندې مسئلې، د افغانستان د امنیتي ځواکونو سمبالولو او پیاوړتیا، د سولې بهیر او د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي موافقه ليک په اړه خبرې، اصلي محورونه دي.
دغه راز په پام کې ده چې حامد کرزی به په دې سفر کې د سې شنبې په ورځ د ملي امنیت د لوی رئیس اسدالله خالد چې د امریکا په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی، پوښتنه وکړي.
د هېواد له جمهور رئیس سره په دې سفر کې، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د ملي دفاع وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي، د مالیې وزیر ډاکتر عمر زاخېلوال، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین ربانی، د امنیتي مسؤولیتونو د ليږدونې د کمیسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم ملتیا کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته