حامد کرزی: افغان ولس نور باید دې ته اړ نشي چې د ترورېزم پر خلاف جګړه کې قربانۍ ورکړي

کابل باختر دتلې ٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ملګرو ملتودسازمان  د عمومي اسمبلې ۶۷مې غونډې ته د وینا په ترڅ کې وویل چې نړۍ د یو شمېر متعصبو وګړو د اخلاقي کمزورتیا له امله لړځیدلې ده، دا ځکه چې دوی په نړۍ کې د څه د پاسه یونیم میلیارد مسلمانانو د عقیدې پر خلاف له سپکاوي نه ډکې کړنې ترسره کړي دي.

حامد کرزي زیاته کړه: موږ د سپکاوي دغه عملونه په کلکه غندو، که دا ډول کړنې د یو فلم د تولید یا د کارتونونو د خپرېدو په بڼه وي او یا هم که د توهین او تحریک نور اقدامات وي؛ داسې کړنې د بیان د آزادۍ په توګه هېڅکله هم توجیه کیدلای نه شي. 
ده وویل دغه عملونه  دا اعمال باید ددې دلیل نه شي چې زموږ د سوله دوستو مسلمانانو رښتیني لاریونونه په تاوتریخوالي او ګډوډۍ واوړي  شي چې په پایله کې د یو شمېر بېګناه انسانانو د وژنې سبب وګرځي.
د افغانستان جمهور رئیس د نړۍ په کچه د انسانانو تر منځ یو شمېر ستونزو ته په اشارې سره وویل: د ژورې اندېښنې خبره دا ده چې د بشر له  اغېزمنو اجراآتو سره سره، اوس هم زموږ نړۍ د تاوتریخوالي، کرکې او بی عدالتۍ د ورځنیو پېښو ښکار کیږي. په ځانګړې توګه، له اسلام څخه د ډارونې ګواښ داسې یوه  د اندېښنې وړ پدیده ده چې د کلتورنو او مدنیتونو تر منځ سوله ییز ژوند ګواښوي . زه د لویديځ پر مشرانو، سیاستوالو او رسنیو غږ کوم چې له اسلام څخه د هر ډول ډارونې پر خلاف مبارزه وکړي. 
دغه راز حامد کرزي په افغانستان کې د تېرو کلونو د لاسته راوړنو په اړه په خپله وینا کې وویل: موږ خپلې لاسته راوړنې په اسانه نه دي ترلاسه کړي او په هېواد کې د سوله ییز او سوکاله ژوندانه لپاره د افغان ولس رښتینې غوښتنې لا تر اوسه هم  په بشپړه توګه نه دي پوره شوي.
ده زیاته کړه: کله چې د ترورېزم پر خلاف نړیواله جګړه زور اخلي، بیا هم افغانان ددې جګړې د یوې برخې په توګه د بل هر ملت په پرتله تر ټولو زیاتې ځاني او مالي قربانۍ ورکوي.
د هېواد جمهور رئیس دېته په اشارې سره چې د ترورېزم مرکزونه د افغانستان له پولو اخوا دي، وویل: ترورېزم زموږ په کلیو او ښارګوټو کې نشته او هېڅکله یې پخوا هم شتون نه درلود. د ترورېزم سرچینې او د ملاتړ مرکزونه ټول د افغانستان له سرحدونو نه د باندې دي، نو دا چې د نړیوالې ټولنې امنیت د ترورېزم له ګواښ څخه ساتل کیږي، افغان ولس نور باید دېته اړ نه شي چې د ترورېزم پر خلاف جګړه کې قربانۍ ورکړي او یا د دې جګړې پېټی پر خپلو اوږو وزغمي.
ده زیاته کړه: د  افغانانو بې شمېره سرښندنو او د نړیوالې ټولنې ارزښتمنو قربانیو ته د درناوي په خاطر  باید د ترورېزم پر خلاف جګړه د هغه مرکزونو ته وغزیږي او بې نتیجې پاتې نه شي.

همدا راز د افغانستان جمهور رئیس د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې ددغه سازمان د تعزیراتو له کمېټې څخه وغوښتل چې له وسله والو مخالفینو سره د مستقیمو خبرو د زمینې  دبرابرولو لپاره له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو د لېرې کولو په خاطر په فعالانه ډول اقدامات ترسره کړي.
دغه راز حامد کرزي له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په اړه وویل: موږ له پاکستان سره  د ورورګلوۍ په فضا کې خپلو اړیکو ته پوره ژمن یو، خو له هغو ننګونو څخه هم باخبره یو چې ښايي زموږ تر منځ د اعتماد او باور فضا ترینګلې کړي، لکه په دې وروستیو کې د افغانستان پر کلیو راکټي بریدونه، چې کولای شي د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډ امنیت لپاره روانو هڅو ته سخت زیان ورسوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته