حامد کرزي له ولسي جرګې څخه د نهوتنو کاندید وزیرانو د باور د رایې ورکولو له امله مننه او قدرداني وکړه

کابل باختردکب دمياشتې ١٥ :

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د هېواد د ولسي جرګې له غړو څخه د حکومت لخوا د نهوتنو نوماندو وزیرانوته  د باور رایو د ورکولو له امله مننه او قدرداني وکړه.

ولسي جرګې په خپلي نننۍ عمومي غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت  څوکۍ ته دامیرزی سنګین، د عامې روغتیا وزارت ته د ثریا دلیل، د ښځو چارو وزارت ته د حسن بانو غضنفر، د ښار او کور جوړولو وزارت ته د حسن عبداللهی، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته د داوودعلی نجفی، د لوړو زده کړو وزارت ته د عبیدالله عبید، دانرژۍ  او اوبووزارت ته د اسماعیل خان، د فوايد عامې وزارت ته دنجیب الله اوژن او د کلیو د بیارجولواو پراختیا وزارت ته د ویس احمد برمک   تائید رایې ورکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس دولسي جرګې دغړو له دغه اقدام څخه چې خپل مسوولیت یې د هېواد د نافذو قوانینو په چوکاټ کې ترسره کړ، قدرداني کوي او ټاکل شویو وزیرانو ته هېواد او خلکو ته دخدمت په لاره کې د لازیاتو بریالیتوبونو هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته