حامد کرزي له اصف زرداري سره ديوتيلفوني اړيکې په ترڅ کې دپاکستان دانتخاباتو دبريالى ترسره کيدو له امله مبارکي وويله .
کابل باختر دثور دري ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي پرون ماښام دپاکستان دجمهور رييس اصف علي زرداري سره دتيلفوني اړيکو په ترڅ کې په دغه هيوادکې په بريالى توګه دانتخاباتو دترسره کيدو له امله ده او دپاکستان خلکو ته مبارکي وويله .
دهيواد جمهور رييس په دې تيلفوني اړيکه کې وويل : چې دپاکستان ملت دتروريستي بريدونو له ګواښونو سره سره درايو صندوقونو ته لاړل او دا يې ثابته کړه چې دموکراسى په تروريزم اوبنسټ پالنې باندې بريالى کيږي .
په مقابل کې دپاکستان جمهور رييس دهيوادله جمهور رييس څخه دتيلفوني اړيکې له امله دمننې په ترڅ کې څرګنده کړه . چې افغانستان او پاکستان بايد دوه اړخيزو اوپه تيره بيا له تروريزم سره دمبارزې په برخه کې خپلو همکاريوته دوام ورکړي .