حامد کرزي د کندز، بلخ او جوزجان له یو شمېر اوسیدونکو سره وکتل
کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
حامد کرزي د کندز، بلخ او جوزجان له یو شمېر اوسیدونکو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د بلخ، کندز او جوزجان ولایتونو د هغو ولسوالیو له یو شمېر اوسیدونکو سره وکتل چې د آمو سیند د اوبو د زیاتوالي له امله زیانمن شوي دي.
باخترآژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعآتي دفتردمعلوماتوله مخې:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، د نورو په استازیتوب مولوی الله مراد خبرې وکړې او په قرقین، خم آب، کلدار او یو شمېر نورو ولسوالیو کې چې د آمو سیند په څنډو کې موقيعت لري، د سیند د اوبو د څپانده کېدو له امله د اوښتو زیانونو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
دوی وویل چې هر کال د نوموړي سیند د اوبو د زیاتوالي له امله په لسګونو جریبه ځمکه، ښوونځي او باغونه تخربیږي، او سږ کال هم د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې کورونه او یوه زیاته اندازه ځمکه ويجاړه شوې ده، نو پکار ده چې دې موضوع ته د افغانستان حکومت جدي پاملرنه وکړي.
د قرقین، کلدار او خم آب ولسوالیو اوسیدونکو په دې کتنه کې د هېواد له جمهور رئیس څخه په خپلو سیمو کې د سړکونو، برېښنا، روغتونونو او کانالونو د رغولو غوښتنه هم وکړه.
د افغانستان جمهور رئیس د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته اړوندو مقاماتو ته لازمې لارښوونې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د مطرح شویو ستونزو په برخه کې به لازم او چټک اقدامات تر سره شي.
حامد کرزي د کلیو او پراختیا وزیر ته لارښوونه وکړه چې د اوبو او برېښنا له وزارت سره په هماهنګۍ کې دغو ولسوالیو ته د برېښنا د رسولو موضوع په جدي ډول وڅېړي او د کابینې غونډې ته دې یې راجع کړي.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ، فوائدې عامې، د کلیو د پراختیا او دمحاجرينو دراوستلو چارو وزیرانو او د اوبو او برېښنا وزارت معین ګډون کړی و.