امنیت

حامد کرزي د کابل ښار په اتمه ناحيه او په ننګرهارکې تروريستي بريدونه په کلکه وغندل

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې ٦ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د کابل ښار په اتمه ناحیه او د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې هغه تروریستي بریدونه په کلکه وغندل چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د افغانستان د خلکو د دښمنانو په دغو بریدونوکې د کابل ښار په اتمه ناحیه کې۴ تنه شهیدان او نهه تنه ټپیان او د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې دوه تنه شهیدان او اته تنه ټپیان شوي دي.
جمهوررئیس حامدکرزي د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا لوی رئیس ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو له کورنیو سره لازمې مرستې وکړي او د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.
د هېواد جمهوررئیس د دغو تروریستي بریدونو د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته