کابل باخترد لړم د مياشتې ١٠ :
د افغانستان پخواني جمهور ریس حامد کرزي د پچیراګام د قومي مشرانو او مخورو پر غونډه تروریستي بريد په کلکو ټکو وغانده.
دپخواني جمهوررييس دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
حامد کرزي دغه تروریستي بريد چې په جلال آباد کې د پچیراواګام د یو قومي مشر پر کور ترسره شوې او په پایله کې یې زمونږ یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار وباله او په کلکو ټکو یې وغانده.
حامد کرزي وویل د افغانستان دښمنانو له کلونو کلونوراهیسې هڅه کړې چې قومي مشران او متنفذین له صحنې حذف کړي او په دې توګه د افغاني ټولنې اساسي ستنې له منځه یوسي خو دغه بدخوهان دې پر دې پوه وي چې د دې خاورې هر بچی به د خپلو مشرانو لارې خپلوي او په دې توګه به د هېواد د عزت شمله اوچته ساتي.
حامد کرزی د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدا (ج) له درباره د دغې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي.
2 1 دقیقه لوستل