سیاست

حامد کرزي د مارشال محمدقسيم فهيم د مرينې له امله خواشيني څرګنده کړه

کابل_باختر د کب دمياشتې ١٨ مه:
د جمهوري ریاست لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
انالله و انا اليه راجعون
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامدکرزي د جمهوري رياست د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم وفات، یوه نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله او  د هغه وفات يې د افغانستان ملت ته تسلیت ووایه.
د هېواد جمهور رئيس، مارشال محمد قسیم فهیم یو وطن دوست افغان، ستر مجاهد او د خلکو خدمتګار وباله.
جمهور رئيس کرزی د مرحوم کورنۍ او د افغانستان خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او متوفی ته د لوی خدای له دربار څخه د برین جنت هيله کوي.
د هېواد د جمهور رئيس د حکم له مخې سر له سبا دوشنبه د کب له ۱۹ مې څخه د کب تر ۲۱ مې د چهار شنبې تر ورځې پورې، د دریو ورځو لپاره په ټول افغانستان کې ملي ماتم اعلاميږي او په دې موده کې به د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته