سیاست

حامد کرزي د (زرمت ادبي بهیر) له یو شمېرغړو سره وکتل

کابل_باختر_ د مرغومي د مياشتې١٦مه:
د افغانستان پخواني جمهور ريیس حامد کرزي نن د (زرمت ادبي بهیر) له یو شمېرغړو سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
باخترآژانس ته په رسيدلى خبرکې ويل شوي دي:
په دې کتنه کې لومړی څو تنو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د حامد کرزي د تېرو دیارلسو کلونو کړنو او زحماتو د ستاینې ترڅنګ یې وویل: ستاسو په دیارلس کلنې حکومتوالۍ کې په بېلابېلو برخوکې او په ځانګړې توګه د پوهنې او د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې په برخه کې د سترو لاسته راوړنو شاهدان یو. زموږ ځوان نسل ستاسو د لاس نیالګي او ستاسو د کوښښ او زحمتونو ثمره ده.
دوی دغه راز زیاته کړه: د پکتیا ولایت د زرملۍ ولسوالۍ اوسېدوونکي اوس هم له یو زیات شمېر ستونزو سره، په تېره بيا د پوهنې په برخه کې لاس او ګریوان دي او زموږ هیله دا ده چې د تل په شان دغو ستونزو ته پاملرنه وشي او د حل لپاره یې کوټلي ګامونه اوچت شي.
وروسته حامد کرزي د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: تعلیم او تربیه د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت په لومړيتوبونوکې ځاى لري او په پوهنې د لاسرسي حق د دې خاورې د هر وګړي حق دی. نن د هېواد ډېري ماشومان ښوونځي ته ځي، خو په ځینو سیموکې بیا د بېلابېلو ستونزو له کبله یو شمېر ماشومان له درس او تعلیم څخه بې برخې پاتې دي.
حامد کرزي همداراز زیاته کړه چې د هېواد د بچیانو د تعلیم او تربیې په برخه کې ځینې پروګرامونه ترلاس لاندې لري او په دې برخه کې به له هېڅ ډول مرستې او همکارۍ څخه ډډه ونکړي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته