حامد کرزي د راتلونکو انتخاباتو په اړه د هېواد د پوهنتونونو د استادانو نظریات واورېدل
کابل باختر د لړم لسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د هېواد د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له رئیسانو او استادانو سره په دويمه غونډه کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه د هغوی نظریات واورېدل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
دا غونډه چې د تېرې غونډې په دوام نن له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوه، د غونډې برخه والو د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه لاندې نظریات وړاندې کړل:
– د جمهوري ریاست د انتخاباتو تر سره کېدل یو حتمي او ضروري کار دی او باید په ټاکلى نېټه تر سره شي.
– د جمهوري ریاست لپاره هر کاندید باید افغان، مسلمان او د افغانستان په عیني واقعیتونو او مشکلاتو خبرواوسى. هر کاندید باید د ټول افغانستان استازیتوب وکړي او له اکثرو ولایتونو څخه د خپل کاندیدۍ لپاره حد اقل(۱۰۰۰۰۰) یولک کارتونه تر لاسه کړي.
– د افغانستان نافذ شوي قوانین د سیمې په کچه ساری نه لري، خو پکار ده چې د تطبیق په برخه کې یې لازم او عملي ګامونه پورته شي.
– د افغانستان اساسي قانون هر افغان ته حق ورکړی دى چې جمهوري ریاست ته ځان کاندید کړي، هېڅوک نشي کولای چې د هغوی ددغه حق ممانعت وکړي.