حامد کرزي د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نېټې د ټاکنې هرکلی وکړ
کابل باختر د لړم لسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسی دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ ون له خوا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نېټې د ټاکنې هرکلی وکړ.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس نن اعلان وکړ چې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په ۱۶مه ترسره کېږي.
د اساسي قانون او د هېواد د ټولو نافذه قوانینو مطابق او د کمیسیون له خوا د ټاکل شوې نېټې په نظر کې نیولو سره، جمهور رئیس د چارو ادارې لوی ریاست ته لارښوونه وکړه چې د هېواد د امنیتي ارګانونو په شمول ټولو اړوندو نهادونو ته دا ابلاغ کړي چې د ټاکل شوې نېټې په نظر کې نیولو سره، په دې برخه کې لازم چمتووالی ونیسي او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره د آزادو، منصفانه او سرتاسري انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې، هر اړخیزې همکارۍ ترسره کړي.