سیاست

حامد کرزي د امريکا او د ناټو د پريکړې له امله خوښي څرګنده کړه

کابل –باختر د مرغومي د مياشتې ٨ مه:
حامد کرزي د امریکا د متحده ایالاتو او ناټو له هغې پرېکړې خوښي څرګنده کړه چې وایي د دوی جنګي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسيږي.
باختر آژانس ته په را رسيدلوخبرونوکې ويل شوي دي:
د افغانستان پخواني جمهور ريیس حامدکرزي په تېرو دیارلسو کلونوکې په دوامداره توګه د تروریزم پر وړاندې د هغوجنګي عملیاتو د اصلاح غوښتوونکی و چې د ائتلافي ځواکونو له خوا د امریکا د متحده ایالاتو په مشری ترسره کېدل. ځکه دغه ماموریت له مکاني او عملیاتي اړخه ناسم پر مخ تلل.
هیله ده چې د امریکا د متحده ایالاتو او ناټو د دغه ماموریت په پای ته رسېدو سره، نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو دایمي غوښتنې ته چې هماغه د امنیتي ځواکونوصادقانه تجهیز دی، مثبت ځواب ورکړي.
په دې توګه به د ملکي تلفاتو د زړه بوږنوونکو پېښو له تکرارڅخه چې وروستۍ بېلګه يې د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې زمونږ د درېو تنو هېوادوالو شهید کېدل و، مخنیوی وشي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته