حامد کرزي د افغانستان د کلتوري ټولنو د جرګې له یو شمېر غړیو سره وکتل
کابل – باختر د مرغومي شپږمه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان د کلتوري ټولنو د جرګې او د ملي شورا له یو شمېر غړیو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې تر سره شوه، د نورو په استازیتوب ډاکتر محمد ابراهیم شینواري، نادرخان کټوازي او ډاکټر میرویس رحیمزي خبرې وکړې او په هېواد کې یې د معارف او لوړو زده کړو د متوازن انکشاف په اړه د هېواد جمهور رئیس ته خپل پېشنهادونه وړاندې کړل.
دوی غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ناامنو سیمو د ځوانانو حقونه دې اعاده شي او ولایاتو ته دې د تحصیلي بورسونو په سهمیو کې له سره غور وشي.
د کلتوري ټولنې د جرګې غړیو زیاته کړه چې په افغانستان کې غوره سرمایه ګذاري په تعلیمي او تحصیلي برخه کې ده، دوی له حکومت څخه وغوښتل چې د تعلیمي او تحصیلي خدماتو په برخه کې تعادل په نظر کې ونیول شي.
د هېواد جمهور رئیس د غونډې د ګډونوالو د خبرو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل چې د افغانستان حکومت په هېواد کې د معارف د متوازنې ودې په برخه کې د پام وړ اقدامات کړي دي او نور به هم دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
حامد کرزي زیاته کړه چې امنیتي ستونزې او د هېواد د تعلیم د دښمنانو توطیې په هېواد کې د معارف د ودې په واړندې اصلي خنډونه دي.
همدا راز جمهور رئیس وویل چې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د کرښې د دواړو لوریو په خلکو کې د افراطیت د تشویق هڅه روانه ده او هره ورځ ددې سیمې خلک د تشدد او بې رحمانه وژنو ښکار کېږي، د بچیانو د تعلیم مخه یې نیول کېږي او حتی د ماشومانو د واکسین د مخنیوي په خاطر یې صحي کارکوونکي، د ښوونځیو ښوونکي، دیني علما، قومي او سیاسی مشران یې وژل کېږي.
حامد کرزي د افغانستان د کلتوري ټولنو د جرګې له غړیو وغوښتل چې د تعلیم د دښمنانو د توطیې د شنډولو لپاره باید په دوامداره توګه خپل غږونه جګ کړي.#