کابل_باختر_ د ثور د مياشتې ٣٠ مه:
د افغانستان پخواني جمهور ريیس حامد کرزي د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د آی اس آی د استخباراتي ادارې ترمنځ پر لاسلیک شوي سند خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
د پخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
حامد کرزی د دولت له مشرتابه غواړي چې دغه سند ډېر ژرباطل کړي او په راتوونکې کې دې هم د هر هغه سند له لاسیک کولو ډډه وکړي چې د افغانستان د ملي ګټو پرخلاف وي.#
0 د یوې دقیقې څخه لږ